IQNA

 ایران او ملایشیا د قرآنی ملګرتیاؤ دپیاوړتیا لپاره ډیر ظرفیّتونه لري

11:46 - October 22, 2022
د خبر لمبر: 3486350
ایکنا- د ملایشیا د ایکیم  موسیسې مدیر ،دایران اسلامی جمهوریت، د قرآنی فعالیتونو په زمینې کې یو مهم اسلامی هیواد وباله او په دې زمینې کې ئې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ ظرفیَتونه ډير پراخ وبلل.

د ملایشیا د اسلامی درک موسیسې عمومی مدیر ډاکټر محمد اعظم محمدعادل د ایکناخبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې ووئيل،د ملایشیا د اسلامی درک موسیسه د اسلامی تفکر یوه اکاډمي ده چې د ملایشیا د حکومت له خوا تاسیس شوې ده.مونږ په دغې موسیسې کې مختلف فعالیتونه کوو. په دغه اورګان کې پوهنتوني بحثونو باندې زمونږ کارپوهان بحثونه او ارزونې کوي.هغه زیاته کړه مونږ د ایکیم ریډیو په نامه یوه ریډیوئي خپرونه هم لرو  او مختلف پروګرامونه خپروي . دغه ریډیو هره ورځ پنځه ځله مذهبی پروګرامونه خپروي. دمونږ په پروګرامونو کې په بهاسا ا انګریزي  او ماندارین ژبو ژباړې کیږي او  خپریږي  او ډير زر به خپل پروګرامونه په څونورو ژبو هم ورزیات کړو.

ډاکټر صیب په ملایشیا کې د قرآني فعالیتونو د کیفیّت په باب هم ووئیل،دملایشیا قرآن نړیوالې سیالۍ چې دوه شپیتمه مرحله ئې روانه ده،لامل کیږي،ددغه هیواد خلک لازیات دقرآن له تلاؤت سره دلچسپي پيدا کړي. هماغه ډول چې پوهیږئپه ملایشیا کې د قرآن تلاؤت ؛ ترنم القرآن ؛نومیږي او دا څانګه ډير زیات لیوال لري.

محمد عادل په دوام کې ووئيل،یوشمیر نور د قرآن کریم د حفظ په زمینې کې د قراني معارفو مینه وال دي . په ملایشیا کې د قرآن له حفظ کونې څخه تود هرکلی داسې دی چې د قرآن کریم دحفظ خصوصي ښونځي او مدرسې لرو.

ډاکټرعادل له نورواسلامی هیوادونو په تیره بیا له ایران سره دملایشیا قرآنی ملګرتیا پهباب هم ووئيل،دا د ملایشیا د قرآڼ دوه شپيتمې نړیوالې سیالۍ دي.فکر کوم ددغو پيښو په شان دهغو ګډون کونکو پيوند چې له ایرانه ئې دلته راکاږلي او ګډون کوي،د نوروهیوادونو په تیره دملایشیا له قرآني فعالانو سره لاژور دی.

هغه په دوام کې ووئیل،زه فکر کوم،ایران یو مهم اسلامی هیواد دی چې حتی د ملایشیا د قرآن په سیالیو کې د اتلوالۍ مقام ته رسیدلی دی او ملایشیا او ایران په راتلونکي کې د قرآنی ملګرتیاؤ دپیاوړتیا لپاره لا لوړ ظرفیّتونه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4093318/%D8

captcha